د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ ولسوال شکرالله شاکر نن له غرمې مخکې (شنبې د زمري په ۱۲مه) د واټ تهڅېرمه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په پایله کې ووژل شو.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې په دغې پېښه کې د زنده جان د ولسوال یو ورور او دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.
ښاغلي فرهاد زیاته که چې دغه پېښه د زنده جان ولسوالۍ د ترهخېلو په سیمه کې شوې ده. د هغه په وینا، په دغې پېښه کې د زنده جان د ولسوال پنځه نور ساتونکي هم ټپيان شوي دي.
د هرات ځايي چارواکي وايي چې دغه ماین په تازهګۍ د طالبانو له خوا عمومي لار کې خښ کړل شوی و، او د هغه موخه هم د زندهجان ولسوال و.
خو طالب ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هرات - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې ۳۵ تنه ولسي وګړي ووژل شول.