په پلازمېنه کې د سږکال د واورې له لومړي ورښت سره، د هغو په زرګونو کورنیو ستونزې زیاتې شوي دي چې په موقتي سرپناه کې ژوند کوي.
له دې ډلې، هغه کورني بېځایه شوې کورنۍ، چې د کابل ښار په کارته پروان کې په خېمو کې ژوند کوي، وايي په خورا ستونزمن وضعیت کې ژوند تېروي.
هغوی زیاتوي چې د خپلو سرپناوو د تودولو توان نهلري.
فوزیه له خپلې کورنۍ سره اوه کاله کېږي چې د خېمې لاندې ژوند کوي. فوزیه وايي هر کال د ژمني په رارسېدو سره د هغوی ستونزې څو برابره کېږي.
هغې زیاته کړه:«تر پرونه مو د سونګ توکي نه درلودل چې ځان پرې ګرم کړو. دوه ماشومان مې د سړې هوا له امله ناورغان دي، خو ډاکټرانو ویلي چې تاوده یې وساته خو څه ډول؟ خوراکي توکي نهلرو او د هوا له سړېدو سره ژوند مو ډېر ستونزمن دی.»
د فوزیې خسر معلم خان وایي په داسې حال کې چې په عادي ورځو کې هم ستونزو سره مخامخ وو، خو اوس د هوا په سړېدو سره یې ستونزې زیاتې شوي.
هغه زیاتوي:«په کندز کې مو ژوند کاوه، اوه کاله مخکې له هغه ځایه دلته راغلي یوو او د دغو خېمو لاندې په ستونزمن حالت کې ژوند کوو.»
په دې سمیه کې له دېرشو زیاتې کورنۍ ژوند کوي.
یو له بېځایه شویو څخه عبدالکبیر وايي:«دیارلس کاله کېږي چې په دغې سیمه کې اوسېږو او هېڅوک زموږ پوښتنه نه کوي. زه په خپله د ښاروالۍ د تنظیف کارګر هم یم، خو معاش زموږ د ژوند لپاره بسنه نه کوي.»
یوازې په کابل کې د بې ځایه شویو له ۵ زیات پنډغالي دي او لسګونه کورنۍ په موقته سرپناه کې ژوند کوي.
د ملګرو متلونو سازمان نوې شمېرې ښيي چې د روان زیږدیز کال له پیله تراوسه، څه باندې ۳۹۰ زره تنه د په افغانستان کې د جګړو له امله خپل کورونه پرېښي دي.
له دې ډلې، په ننګرهار کې د بېځایه شویو کسان شمېر ۹۳ زره تنو ته رسېږي چې د هغوی یو ستر شمېر یې د جلال اباد په ښار او کابل کې تر خېمو لاندې ژوند کوي او د بشرپاله مرستو په تمه دي.