ولسي جرګې نن(پنجشنبې د غويي په ۲۶مه نېټه) د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره فوقالعاده ناسته ترسره کړه.
د ولسي جرګې د ریاست لپاره عمر ناصر مجددي، کمال ناصر اصولي، میرویس یاسیني او میر رحمن رحماني ځانونه نوماند کړي دي.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې غړي یادو څلورو نوماندانو له ډلې یوه ته رایه ورکړي او که له دې ډلې یوه هم د رایو اکثریت خپل نه کړ، نو یو شمېر نور غړي به ځانونه نوماند کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې ته د کابل او پکتیا بریالي شویو استازو تېره ورځ(چهارشنبې د غويي په ۲۵مه نېټه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني په حضور کې لوړه وکړه.
ښاغلي غني په دې مراسمو کې یادو استازو ته د بریالي کېدو له کبله مبارکي وویله او همداراز یې د تلې ۲۸مه نېټه چې په کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې، یوه تاریخي ورځ وبلله او په یاده ورځ کې یې د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلې.
ښاغلي غني وویل چې د هېواد ملکي ادارې هم دا ثابته کړه چې په ټاکنو کې به لاسوهنه نه کوي.
ولسمشر غني دا چې د کابل او پکتیا د پارلماني ټاکنو رایې کابو له اوو میاشتو وروسته اعلان شوې، هغه یې یو ناورین وباله.
ودی وړاندې وايي د کابل او پکتیا د پایلو اعلان سره د افغانستان ولسي جرګه بشپړه شوه.
ولسمشر د کابل او پکتیا د خلکو له استازو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د خلکو اعتبار وګټي او همداراز خپلې طرحې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.
ده همداراز وویل چې د غزني ټاکنې به د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یوځای ترسره کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون سېشنبې ماښام(دغويي په ۲۴مه نېټه) د کابل پارلماني ټاکنو پایلې اعلان کړې.
د ټاکنو کمېسیون لخوا د خپاره شوي نوملړ له مخې ۳۳ نوماندانو چې لوړې رایې درلودې، پارلمان ته رایه پیدا کړې ده.
د کابل پارلماني ټاکنې د تېر لمریز کال د تلې په ۲۸ او ۲۹مه نېټه ترسره شوې، خو په ټاکنو کې د درغلیو ادعا له مخې یې پایې کابو اوو میاشتې وځنډېدې.
د نوي خپاره شوي نوملړ له مخې لاندې کسانو پارلمان ته لاره پیدا کړې ده.