Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټېلرسن لیدو لپاره د غني تګ او د ارګ له خوا په انځور کې لاسوهنه

ولسمشر غني تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر رېکس ټېلرسن سره د بګرام په پوځي اډه کې ولیدل، خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دغه لیدنه په کابل کې ترسره شوې او د هغه ساعت انځور یې پاک کړی چې په کابل کې د امریکا سفارت له خوا په خپاره شوي انځور کې وه.

لومړنی انځور په کابل کې د امریکا سفارت له خوا خپور شوی خو دویم انځور بیا د ارګ په فېسبوکي پاڼه خپور شوی دی.

کله چې د فوټوګراف یا ګرافیکار سره مو خبرې وکړې دغه موضوع په بشپړه توګه روښانه کېږي هغه انځور چې د ارګ له خوا خپور شوی په ‎کې لاس وهنه شوې ده.

عکاس او انځورګر مصطفي په دې اړه وویل:«لیدل کېږي چې انځور فوټوشاپ شوی. افکټ یې ورکړی، نه مالومېږي. خو فوټو شاپ شوی دی.»

د رسنیزو چارو شنوونکي او مخکښان دا کار ډېرعادي نه بولي او وايي کېدای شي دا کار له قانوني څېړنو سره مخ شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړي صدیق الله توحیدي په دې اړه څرګنده کړه:«د انځور فوټوشاپ کول جعل دی او جعل د رسنیو له قانون څخه څرګنده سرغړونه ده چې په ځینو برخو کې د څېړنې وړ ده. ښه به وي چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتو دفتر نظر څرګند کړي چې دا انځور څه ډول خپور شوی دی.»

په دغه انځورکې لاس وهنې ډېرې پوښتنې راولاړې کړې. له بلخوا حکومت یو ډيپلماتیک دود هم ترپښولادې کړی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې په موخه د بګرام هوايي اډې ته ورغلی دی.

خو د حکومت له خوا په دغه انځور کې د لاس وهنې د هڅې ترڅنګ د ارګ په ټوټر پاڼه کې راغلي چې دا لیدنه په کابل کې ترسره شوې په داسې حال کې چې بګرام د پروان ولایت یوه ولسوالۍ ده.

د حقوق پوه عین الدین بهادري په دې اړه وايي:«په هغې کچې چې اطلاعات خلکو ته په معکوسه توګه رسول کېږي په همغې اندازه او حتا له هغې زیات دولت زیان ویني. له همدې امله، د ولسمشر په کار کې صداقت او پر بنسټیزو اصلونو د خلکو د اعتبار را ګرځول ډېر مهم دي.»

دا لومړی ځل نه‎ دی چې حکومت ناسم مالومات خپروي له دې وړاندې هم کله چې کومې ولسوالۍ پرځېږي حکومت خپل سیمه‎ییز دفتر بل ځای ته لېږدوي او ویلي يي وو چې ولسوالۍ نه ده پرځېدلې، په داسې حال کې چې د خوست قلندر ولسوالۍ له کلونو راهیسې د طالبانو  په ولکه کې ده خو د دغې ولسوالۍ ولسوال د خوست ښار په یوکانټینر کې دفتر جوړ کړی او حکومت د دې ولسوالۍ د پرځېدو خبر رد کړی دی.

د امریکا له بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پرمهال په انځور کې لاسوهنه د یو شمېر باوري رسنیو د خبرونو سرخط هم شوی دی.

نیویارک ټایمز لیکلي په کابل کې لیدنه وشوه خو دغه لیدنه په کابل کې ترسره نه شوه خو په دې انځور کې ساعت لیدل کېږي خو په دې بل انځور کې ساعت نه لیدل کېږي.

په دغه انځورکې لاس وهنې ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي. له بلخوا  حکومت یو ډيپلماتیک دود هم ترپښولادې کړی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې په موخه د بګرام هوايي اډې ته ورغلی دی.

شریک یي کړئ