کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله، په افغانستان کې د سولې هڅو ته خوشبینه دی او وايي چې ډېر ژر به په دغه هېواد کې سوله تامین شي.
د پاکستان سفیر نن (جمعه د غوايي په ۶مه) د ځينو هغو افغان زدهکړیالانو په منځ کې چې د زدهکړې لپاره پاکستان ته ځي، وویل چې هیله لري، افغانستان کې تلپاتې سوله ټینګه شي.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله:«د خدای په مرسته به ډېر ژر تلپاتې سوله تجربه کړئ، د افغانستان د سولې په بهیر کې ستاسو رول ډېر حیاتي دی.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کړی و او ویلي یو چې پاکستان به نور د افغانستان په کورنۍ جګړه کې ونډه وانه خلي.
کابل کې د پاکستان سفیر، په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي په ختمېدو کې د ځوانانو ونډه مهمه بولي.
د پاکستان سفارت د کابو ۸۰۰ افغان نجونو او هلکانو لپاره د دغه هېواد په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده.
محصله نجیبه احمدي په دې اړه وايي:«له دغه بورس سره کولای شم علمي ظرفیت مې لوړ کړم او بېره هېواد ته راستنه شوم او کار وکړم.»
پاکستان له دې مخکې د افغان حکومت لخوا د هېواد په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن شوی دی، لکه څنګه چې د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان څه موده مخکې په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت د جوړېدو خبره وکړه او کابل دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه وبلله.