د پاکستان پخوانی ولسمشر، پروزیر مشرف سېشنبې(د لیندۍ په ۲۶مه نېټه) د دغه هېواد د یوې ځانګړې محکمې لخوا "د ملي خیانت" په تور په اعدام محکوم شو.
هغه تورن دی چې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د بېړنۍ حالت اعلان سره، یې ملي خیانت کړی دی.
د نوموړي دغه قضیه د ۲۰۱۳ زیږدیز کاله راهیسې تر تعقیب لاندې وه.
اوسمهال پرویز مشرف په دوبۍ کې دی.
د پاکستان په تاریخ کې دا لومړۍ ځل دی چې د دغه هېواد یو پخوانی لومړی وزیر په اعدام محکومیږي.
مشرف په ۱۳۷۸ کال کې د نواز شریف په لومړۍ وزیر، دولت نسکور او د پوځي کودتا له لارې واک ته ورسید.