د پاکستان پوځ وايي چې ټاکل شوې ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې امنیتي پوستې جوړې کړي د دوی په وینا چې ګواکې ترهګر له افغانستان څخه پاکستان ته راوړي.
د دغه هېواد د پوځ یوه چارواکی ټینګار کوي چې دغه پروګرام د ډیورنډ کرېښې دواړو غاړو ته د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي په منظور پلی کېږي. د هغوی په وینا چې دغه کار د ۲۰۱۸ زیږدیز کال تر پایه به ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د پاکستان له دغه اقدام سره مخالفت ښوولی او ویلي یې دي چې دا کار د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د کورنیو د جدایۍ لامل کېږي؛ کهچېرې پاکستان غواړي چې په صادقانه توګه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، د دغه هېواد په خاوره کې دې د هغوی امن پټنځایونه له منځه یوسي.
افغانستان په ځلونو پاکستان په دې تورن کړی چې دغه هېواد په خپله خاوره کې ترهګرو ته پناه ورکړې ده. خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.