د پروان ولایت ځايي چارواکو نن (شنبه، د وږي ۱۱ مه) ویلي دي چې د دغه ولایت د سیاهګرد ولسوالۍ په یوه بازار کې د پراخې اورلګېدنې له امله خلکو ته په مېلیاردو افغانۍ زیان رسېدلی دی.
د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ ولسوال نور اقا سامع په دې اړه وايي چې دغه اورلګېدنه چې د جمعې په ورځ له درې بجو وروسته پیل او د شپې تر ۹ بجو پورې یې دوام درلود.
د ښاغلي سامع په وینا، د دغې اورلګېدنې له امله څه باندې ۴۰۰ هټۍ سوځېدلي او خلکو ته په مېلیاردو افغانۍ زیان رسېدلی دی.
ښاغلي سامع زیاته کړه، دغه اورلګېدنه د سیاهګرد ولسوالۍ په بازار کې د لرګیو په یوه سرای کې پیل، خو د دغې اورلګېدنې اصلي لامل تراوسه روښانه نه دی.
د هغه په وییان، چې دغه اورلګېدنه له کابل څخه د اطفایې د ځواکونو له رارسېدو سره مړه کړل شوه.