د ملي پوځ یو قومندان چې څه باندې ۱۰ کاله یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې مدیریت په غاړه لرلی دی، د ملي پوځ د ځواکونو په روزنه کې بدلون اړین بولي او ټینګار کوي چې په روزنه کې دې بدلون رامنځته شي.
د ملي پوځ د دغه قومندان په باور هغه تجربې چې د هېواد پوځیانو له ترهګرۍ په جګړه ترلاسه کړي، باید د ملي پوځ په روزنیز میتود کې شامل شي. ترڅو تنکي ځوان سرتېري په بشپړه توګه د دغې جګړې له څرنګوالي خبر شي.
د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طلوع نیوز خبریال د ملي پوځ له دغه قومندان حامد سیفي سره مرکه کړې ده.
هغه یو ۳۶ کلن قومندان دی وايي چې د عمر لس کاله يي د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د جګړې په ډګرو نو کې تېر کړي دي.
د ملي پوځ قومندان حامد سیفي څرګنده کړه:«کله چې ملي اردو رامنځته شوه، له وطن سره مینه او لېوالتیا، له هېواده د ساتنې شوق، له اسلام څخه ساتنه د دې لامل شوه چې زه له ملي پوځ سره یوځای شم.»
د هلمند، بدخشان او کندوز ولایت په جګړو کې خپلې تجربې يې په یو کتاب کې راټولې کړې دي.
هغه کتاب چې د ده پروینا د دغه کتاب په ویلو سره به یو ځوان پوځي په افغانستان کې د جګړې له څرنګوالي سره بلد شي.
ښاغلی سیفي زیاتوي:«هغه تجربې چې قومندانان یې لري، په یو ډول دې درسي نصاب ته ولېږدول شي ترڅو له دې لارې، له مرګ ژوبلې هم مخنیوی وشي او همدارنګه د دښمن د ماتې لپاره هم لاره هواره شي.»
د ولسي جرګې غړې فرشته امیني وايي:«د دې لپاره چې ملي پوځ ښه روحیه ولري او وکړای شي بریالی وي د مجازاتو او مکافاتو سیستم دې پلی شي، هغه څوک چې وړتیا لري د رتبې ترفیع وکړي، نه دا چې فرمایشي او زما او د نورو کسانو له خوا ترفیعګانې ترلاسه کړي.»
د ملي پوځ یو ځای کېدل، زدهکړه او پرمختګ په هېواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره اړین ګڼل کېږي.
په وروستیو لسو کلونو کې ورځ په ورځ د جګړې پټی د دغو امنیتي ځواکونو په اوږو زیاتېږي.