هغه ټویټونه چې بحثونه یې راپورته کړل او د ولسمشر غني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ترمنځ یې یوه ټوېټري جګړه پیل کړه.
ولسمشر غني په خپل ټویټرپاڼه له پاکستانه وغوښتل چې له پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په اړه ګواښ وکړ.
ولسمشر غني له دې وړاندې هم په پاکستان کې له لاریونونو ملاتړ کړی و، خو دا ځل یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر ارمان لوڼي د وژلو په غبرګون کې دا څرګندونې کړې دي.
له دې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ولسمشر غني ته په ځواب کې ولیکل، د دې ډول غیرمسوولانه او جدي لاسوهنو پر ځای، ښه ده چې د افغانستان د خلکو اوږده رنځ ته پام وکړې.
خو راتلوونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د شاه محمود قریشي په ځواب کې د ولسمشر سخت ملاتړ کړی دی.
خو د ملي یووالي حکومت یوه بله ډله اجراییه رياست وايي، چې د داشان مسایلو په اړه نیوکه او د نظر څرګندونه باید د افغانستان په لومړيتوب کې نه وي او همدارنګه څرګندوي چې د نورو په چارو کې د لاسوهنې پر ځای ښه ده چې په کور دننه ستونزو ته پام وشي.
د اجراییه ریاست ویاند محیب رحیمي په دې اړه وویل:«د پاکستان په خپله کورنۍ پېښه ده او افغانستان په داسې شرایطو کې نه دی چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي؛ موږ په خپل هېواد کې ډېرې ستونزې او قضیې لرو چې باید هغه ته رسېدنه وکړو.»
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم په دې اړه وايي:«سمه ده چې د ازادۍ غوښتونکو له غورځنګونو ملاتړ وشي، خو موږ باید په داسې حالت کې ملاتړ وکړو چې دننه په هېواد کې موږ هېڅ ډول ستونزې ونه لرو؛ کهچېرې یوه ګوته د نورو په لور اوږده وو، څلور نورې موږ ته متوجه دي. د افغانستان خلکو پوهېږي، هغه ازادۍ چې د ګاونډیو لپاره غواړو، په لومړي سر کې باید د ځان لپاره وغواړو.»
په ورته وخت کې په افغانستان او پاکستان کې یو شمېر خلک د ولسمشر د څرګندونو په اړه غبرګون ښيي.
پاکستانی خبریال حسن خان په دې اړه وايي:«کهچېرې ستاسو په منځ کې له پاکستان سره ستونزه ده، له ډیپلوماټيکو لارو یې حل کړئ. د خدای په پار نور پښتانه په جنګ مه اچوئ.»
د پوهنتون استاد اسماعیل یون هم څرګندوي:«پاکستان نه یو دایمي هېواد دی او نه هم کوم دایمي ملت او نه د ملت پر نوم هلته څوک شته. له علامه اقبال لاهوري نیولي تر نورو، څوک د پاکستان په نامه هېواد په رسمیت نه پېژني.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ له څه باندې یوه کال راهیسې د هغه څه په پار چې د پښتنو حقونه ګڼي، د ګټلو لپاره یې مبارزه کوي، خو په همدې لړ کې یو د دغه غورځنګ یو لاروی ارمان لوڼی ووژل شو.
د دې غورځنګ غړي د ارمان لوڼي د وژلو عاملین پاکستاني پولیس ګڼي، خو د پاکستان حکومت بیا دا تور نه مني.