د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د طالبانو یو مهم غړی وژل شوی دی.
سیمهییز چارواکي وايي د طالبانو دا غړی، حسین نومېده او تېره شپه (یکشنبې د مرغومې په ۲۳مه نېټه) وژل شوی دی.
د قرع باغ ولسوال، محمدحنیف صدیقي څرګندوي چې پېښه د دې ولسوالۍ په سبز سنګ سیمه کې شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې حسین د کابل ـ شمال لویې لارې په ترڅ کې د افغان پوځیانو په څو بریدونو کې لاس درلود.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.