د کورنیو چارو وزارت په کابل کې پر کانټینننټال هوټل او صدارت څلورلارې بریدونو په تړاو یو شمېر مالوماتي سرچینې پيژندل شوې دي چې په کې یې ونډه درلوده.
د کورنیو چارو وزیر، ویس برمک زیاتوي چې تر راتلونې اوونۍ به د څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړي، دی په دې بریدونو کې د نفوذي کسانو همکاري هم په دولتي ادارو کې نه ردوي.
ښاغلی برمک وړاندې وايي:«موږ هیله لرو چې په کم وخت یوه او یا دوه اوونۍ کې څېړنې بشپړې شي او هغه کسان چې په کې لاس لري ادرس یې مالوم دی روښانه شي.»
په همدې حال کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله د هغو کسانو افشا کولو خبره کوي چې د تېرو بریدونو کې د ډېرو کسانو د وژل کېدو لامل شول، خو حکومت د دې کسانو د هویت په اړه څه نه دي ويلي.
عبدالله عبدالله زیاتوي:«نه یوازې په کابل ښار بلکې د ټول هېواد امنیتي حالت ښهوالي په برخه کې د امنیتي بنسټونو پام غواړو.»
د کابل پرکانټینیټال هوټل برید ډېر پيچلی بلل کیږي او وايي چې دولتې او خصوصي بنسټونو کې د کسانو لاس لرل په کې یادیږي.
پخوانی پوځي، ظریف نصیري څرګندوي:«تر هغې چې موږ په دولت کې نفوذي کسان ولرو نشو کولی چې د بریدونو مخه ونیسو.»
د وروستۍ یوې میاشتې په ترڅ کې ۱۵۴ بریدونو ترسره شوي دي چې په ترڅ کې یې ۲۰۴۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د راپورونو له مخې د کابل وروستیو بریدونو کې کابو زر تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.