Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل پل سوخته لاندې د روږدو کسانو د ژوندانه ترخې کیسې

په نشه‎يي توکو ځينې روږدو کسانو چې ډېر کلونه یې د کابل پل سوخته لاندې تېر کړي، په دې ځای کې د ژوند ترخې کیسې لري.

حشمت الله چې د خپل عمر څلور کاله یې دلته تېر کړی دي، د دې ځای د ډېرو ناویلو خبرو کیسې کوي.

هغه وايي:«هغه کسان چې دلته وو چې انسان یې واژه؛ نه یې ویل چې دا انسان دی او که نه او هېچا هم له هغه څخه پوښتنه نه شوای کولای.»

خالد هم پر نشو روږدی دی‎، هغه له خپلې کورنۍ سره په سعودي عربستان کې ژوند کاوه، خو یوازې دی  یې له هغه هېواده راوشاړه؛ د ده په وینا کابل ته تر رسېدو درې ورځې پر نشو روږدی شو، سربېره پر دې چې د خالد پنځه کسبونه زده دي؛ پر پنځو ژبو هم بلد دی.

هغه وايي:«دلته « پل سوخته لاندې» هره ورځ نشه‎يي توکي څکوم؛ ژوند مې له منځه تللی او هېڅ کار نه شم کولای.»

د کابل د پولې سوختې سیمه د پخوا پرتله پاکه او تشه تر سترګو کېږي، خو  پر نشو ګڼ دغه روږدي کسان بېلابېلو ځایونو ته تښتېدلي دي.

د پولیسو چارواکي وایي چې دوی د عامې روغتیا له وزارت او نورو ادارو سره په ګډه د کابل له څو برخو نه پر نشو د روږدو کسانو د راټولو کمپاین پېل کړی دی چې یو شمېر یې تر درملنې لاندې دي.

د کابل د امنیه قومندان له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیر احمد احمدي په دې اړه وویل:«پلورونکي مو نیولي او روږدي کسان مو هم غونډ کړي. یو کم شمېر چې په ګلدانیو کې پاتې دي او یا هم له درمنلې تښتېدلي او یا هم هېڅ کور نه لري.»

د شمېرو له مخې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو یو پر نشو روږدی دی.

شریک یي کړئ