د کابل څلورمې امنیتي حوزې په اړوند کارتې چهار سیمې شیر شاه سوري جومات کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې د دغه جومات امام مولوي عبدالعزیز ملفح او درې تنه لمونځ کوونکي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو زوارت د دې پېښې پخلی کوي او وايي چې په دغې پېښه کې اته تنه لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي، خو د عامې روغتیا وزارت بیا د ټپيانو شمېر ۱۷ تنه ښيي.
د طلوع نیوز له خوا اخیستل شوي انځورونه څرګندوي چې پېښې د جومات په محراب کې د اېښودل شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.
جاوېد چې د سیمې اوسېدونکی دی وایي کله چې په جومات کې و، دا پېښه وشوه.
د سیمې اوسېدونکي امنیتي او استخباراتي ځواکونه د دوی د امنیت په ټينګښت کې په ناتوانۍ توري او وایي چې هېڅ ځای ان سپېڅلي ځایونه هم امن نه دي.
د سیمې اوسېدونکي دا کړنه د اسلامي ارزښتونو پر خلاف بولي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې لس ورځې وړاندې په یوې ورته چاودنه کې د وزیر محمد اکبرخان د جومات ملا امام ایاز نیازی او یو تن بل ووژل شول او اته تنه نو رټپيان شول.
په دې اړه مو اندونه