د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې (د تلې په ۲۶ مه) د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید مخنیوی کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ځانمرګي بریدګر هوډ درلود چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک بایسکل ته د دغې ولسوالۍ په بازار کې چاودنه ورکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې د پولیسو د ځواکونو له خوا په کوته او ونیول شو.
په خبرپاڼه کې زیات شوي چې له دغه کس څخه پلټنې پیل شوي دي.