د کاپیسا ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې د کاپیسا ولایت دوه پخواني جهادي قومندانان معراج الدین او معروف، کابل کې د نا پېژانده وسله والو لخوا وژل شوي دي.
د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش کوهستاني وايي چې دغه پېښه تېره شپه (پنجشنبې د مرغومې په ۵مه) ۱۱:۳۰ دقیقې هغه مهال رامنځته شوه چې دغه دوه پخواني جهادي قومندانان، د یوه واده له مراسمو د کور په لور روان وو.
د هغه په وینا، ناپېژانده وسله والو، دوی د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې په ډزو سره وژلي دي.
ښاغلی کوهستاني زیاتوي چې لا روښانه نه ده چې چا او په کومې انګیزې دغه دوه جهادي قومندانان وژلي دي.
هغه زیاتوي چې په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.
له دې مخکې هم د بګرام پوځي اډې څلور څارنوالان، هم د ناپېژانده وسله والو له خوا د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې په ډزو سره وژل شوي وو - هغه پېښه چې تراوسه هغې عاملان نیول شوي نه دي.