Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوه ګډ حکومت لپاره د غني او عبدالله سلامشورې

په ارګ او سپيدار کې په جلا توګه د لوړې له مراسمو او د دوه حکومتونو له اعلان څلور ورځې وروسته، اوس اشرف غني او عبدالله عبدالله د یوه ګډ ټول ګډونه حکومت لپاره سلامشورې کوي.

ښاغلي عبدالله ته نږدې سرچینې وايي چې پخواني ولسمشرحامد کرزي او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف له عبدالله سره له اوسني کړکېچه د وتلو په هکله لیدلي دي.

په همدې حال کې د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، ولسمشر غني هم یو ټول ګډونه حکومت ته هیله من دی.

د ولسمشرۍ مدعي عبدالله عبدالله ته نږدې کس حاجي دین محمد په دې اړه وايي:«په دې اړه به هڅې وي چې ډاکټر صاحب عبدالله او ډاکتر صاحب غني به څه ډول یو ګډ حکومت جوړ کړي، اوس چې د بحث متمرکزې مسلې دي همدا به وي.»  

د عبدالرب رسول سیاف ویاند مسعود ترشتوال هم زیاتوي:«بحث د ستونزو پای دی، د شخړو پای دی او یوې حل لارې ته رسېدل دي چې په دغه وضعیت کې ټولې دخیلې خواوې قانع شي.»

خو سرچینې بیا وايي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر اوسه دوه ځلي له عبدالرشید دوستم سره د ټېلفون پر لیکه خبرې کړي او ښاغلي دوستم ته یې وړاندیزونه هم کړي؛ خو د جنرال دوستم د یارانو په وینا هغه یاد وړاندیزونه نه دي منلي.

د ملي جنبش مرستیال عبدالله قرلُق په دې اړه وویل:«د خبرو او ټلېفوني اړیکو چورلیز یې د ټاکنیزو ستونزو د حل او همدارنګه د موجوده وضعیت پای ته رسېدو او  یوه هوکړې ته رسېدل وو.»

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود هم وايي چې ولسمشر غني د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدو ته خوشبینه دی:«د نظام په جوړښت او ټول ګډونه حکومت کې ګډون چې ټول اړخونه ځان د نظام په ایینه کې وویني په ډیموکراتیک حکومت کې زموږ لپاره یو اصل دی.»

له دې سره سم، د ولسي جرګې لومړی مرستیال د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ روان وضعیت اندېښمنوونکی بولي او خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت د دوام په صورت کې به هېواد ډېر زیان وکړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا محمد کټوازی وايي:«دوی دواړی باید له خپل منځي اختلافونو تېر شي او د خلکو، هېواد لپاره باید یو بل ومني او اتفاق وکړي.»

د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ اړیکې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلانېدو وروسته ترینګلې شوې. دا اړیکې دومره ترینګلې شوې چې آن د لوېدیځو ډیپلوماټانو او د هېواد دننه د ځینو سیاستوالو هڅو هغې ته حل لار ونه مونده او بالاخره د دې لامل شوه چې، د ولسمشر غني د لوړې له مراسمو سره جوخت، عبدالله عبدالله هم خپل حکومت اعلان کړ.

سرچینې بیا وايي چیې زلمي خلیلزاد تر اوسه دوه ځلي له عبدالرشید دوستم سره د ټېلفون پر لیکه خبرې کړي او ښاغلي دوستم ته یې وړاندیزونه هم کړي دي.

شریک یي کړئ