Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوې اوونۍ په ترځ کې کابل کې کابو ۷۰ جنايي پېښې شوي

په پلازمېنه کې د ترهګریزو پېښو له زیاتوالي سره جوخت، شمېرې ښيي چې په کابل ښار کې جنايي پېښې هم زیاتې شوي دي.

د دغو شمېرو پر بنسټ په کابل کې یوازې د تېرې یوې اوونۍ په ترځ، لږ تر لږه ۷۰ جنايي پېښې رامنځته شوې دي.

په تازه پېښو کې یو کس د کابل هوایي ډګر پر سړک او دوه تنه نور د سیلو پر سړک چې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړونده سیمه ده د وسله‎والو له‎خوا وژل شوي دي.

دغه وضعیت د پلازمېنې اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د کابل اوسېدونکی محمد راشد په دې اړه وايي:«له یو کس څخه په رڼه ورځ غلا کي؛ پیسې یې اخلي؛ پولیس نشته چې هغوی ونیسي.»

له دې سره د کابل پولیس وايي چې د جمعې ورځې د پېښې په تړاو یې یو تن نیولی دی.

د کابل قومندانۍ د جنايي څېړو رییس محمد سالم الماس وویل:«دوی د وسله‎والو یوه ډله وه. په خپل منځ کې سره شخړه کړې او له شخړې وروسته ډزې کړې وې چې دوه تنه وژل شوي او یو تن یې ټپي دی.»

په داسې حال کې چې هېواد وال د تورو ښیښو په موټرو کې د نا مسووله‎ وسله‎والو له ازادانه ګرځېدو سر ټکوي، خو د کورنیو چارو وزارت د تېرې یوې میاشتې راهیسې چې د ناقانونه وسلو راټولولو او د موټرو تورو ښیښو پاکولو کمپاین پيل کړی وايي چې د جرمونو کچه ۴۰ سلنې ته راټيټه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«هغه جرمي شبکې چې شته زموږ کشفي او استخباراتي برخې پر دې په جدي توګه کار کوي چې هغوی په ګوته او تشخیص کړي او هغوی ونیسي.»

په وروستۍ یوې میاشت کې د کابل پولیسو د ناقانونه جنګي وسایلو او د موټرو تورو ښیښو پاکولو بهیر پيل کړی دی خو هېوادوال وايي، دغه بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی او لاهم په ښار کې د نامسووله وسله‎والو کسانو تګ راتګ نه دی بند شوی.

شریک یي کړئ