Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زابل کي د طالبانو د برید په پایله کې د پولیسو ۷ سرتېري وژل شوي

د زابل ولایت امنیتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۲۴ مه) ویلي چې د کابل – کندهار په لویه لار او د زابل ولایت په اړونده سیمه کې د طالبانو د برید په پایله کې د پولیسو ۷ تنه سرتېري وژل شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا، په دغې پېښه کې دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د زابل پولیس وايي چې دغو ځواکونو د سې‎شنبې پر ګهیځ (د زمري په ۲۳ مه) هغه مهال ووژل شول چې طالبانو د هغوی پر پوستې د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو او کلات ښار ته نېږدې برید وکړ.

په ورته وخت کې د لوګر ولایت چارواکي په دوو جلا بریدونو کې د څلور طالب اروپکو له وژل کېدو او د ۸ تنو له نیول کېدو خبر ورکوي.

د لوګر د ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي چې د دغه ولایت په خشي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۸ طالبان نیول شوي او ځينې مهمات او تجهیزات یې له منځه تللي هم دي.

د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د لوګر ولایت د چرخ ولسوالۍ د مولانا کوټل په اړوند سیمه کې ۴ طالبان هغه مهال وژل شوي چې په یوه موټر کې سفر کاوه چې د هوايي برید له خوا په نښه شو.

په خبرپاڼه کې نور جزییات وړاندې شوي نه دي.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ