په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان وايي چې هېواد یې له هند سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه اندېښمن نه دی؛ ځکه چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او خپل بهرنیو سیاست او اړیکې لري.
د پاکستان سفیر چې نن له غرمې وروسته (شنبې د لړم په ۶ مه) په کابل کې یوې خبرې غونډه کې خبرې کولې، څرګنده کړه چې اسلام اباد د افغانستان او پاکستان د اقتصادي اړیکو د ښهوالي په څه کې دی.
هغه په دې اړه وویل:«له افغانستان سره د هند اقتصادي اړیکې، په موږ پورې تړاو نهلري. افغانستان یو خپلواک هېواد دی، خپل بهرنی سیاست او دوه اړخیزې اړیکې لري.»
په ورته وخت کې، دغه پاکستانی چارواکی وايي کهچېرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن پاکستان ته په خپل وروستي سفر کې، د طالبانو نوملړ یې پاکستان ته ورکړی وي، هرو مرو به پر هغه کار وشي.
د رپوټونو پربنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته په خبل سفر کې د طالبانو یو ۷۵ کسیز نوملړ د هغه هېواد لوړپوړو چارواکو ته سپارلی او له دغه هېواد څخه یې غوښتنه دا ده چې د ترهګرۍ په وړاندې اقدام وکړي.
په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان څرګنده کړه:«ما تراوسه دغه نوملړ نه دی لیدلی. له همدې کبله نه شوم کولای تاسو ته ځواب درکړم. خو ښاغلي تېلرسن په دې وروستیو کې پاکستان ته سفر کړی او کهچېرې داسې نوملړ موږ ته راکړل شوی وي، موږ به هرو مرو پر هغه کار وکړو.»
په افغانستان کې د پاکستان سفیر دغه ویناوې په داسې حال کې څرګندېږي چې د امریکا متحده ایالاتو په پاکستان کې د ترهګرو د ولو د وچولو لپاره په دغه هېواد زښت زیات فشار وارد کړی، او همدارنګه هند له افغانستان سره د اقتصادي مرستې په برخه کې له امریکې سره هوکړه کړې ده.