Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سعادتي: عبدالله عبدالله د کابینې پر جوړېدو کار پیل کړی

عبدالله عبدالله د لوړې له مراسمو وروسته اسدالله سعادتي او عنایت الله بابر فرهمند په صدارت ماڼۍ کې د خپلو مرستیالانو په توګه معرفي کړل.

عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وايي چې ښاغلي عبدالله د لومړي وزیرۍ ماڼۍ کې د خپلو مرستیالانو تر معرفي کولو وروسته، د والیانو او کابینې د معرفی کولو لپاره کار پیل کړی دی.

د ولسمشرۍ د مدعي عبدالله عبدالله دوهم مرستیال اسد الله سعادتي وايي:«د کابینې معرفي کول یو لوی کار دی او ډېر فکر کول غواړي چې هم ټول ګډونه کابینه وي لکه څرنګه چې شعار ورکړل شوی او هم یوه کارنده، متخصصه او وړه کابینه وي.»

ورته مهال امریکا، بریټانیا په افغانستان کې د موازي حکومت اعلان په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره په دغه هېواد کې د یووالي غوښتونکي دي. خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی د هېواد اوسنی کړکېچ وضعیت د امریکا د سیاستونو له امله ګڼي.

په ارګ او سپیدار ماڼیو کې د لوړې له جلاجلا مراسمو یوه ورځ وروسته، عبدالله عبدالله د ټویټر پر پاڼه خپله دنده ولسمشر ته بدله کړې ده. 

د ښاغلي عبدالله دویم مرستیال اسدالله سعادتي وايي چې له احتمالي کړکېچه د هېواد د وتلو لپاره، چمتو دي چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره خبرې وکړي.

ښاغلي سعادتي په دې اړه زیاته کړه:«په سیاست کې هېڅوک او هڅکله خبرې اترې نه ردوي، د یوه کړکېچ د حل لپاره باید واقع بین وو یوه ستونزه شته، اوس وضعیت نورمال نه دی، خو دا خبرې اترې به د لوړې له مراسمو څخه مخې ډېرې متفاوتې وي.»

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود په دې اړه بل ډول نظر لري:«د افغانستان ولسمشر تل ټینګار کړی چې د نظام غېږ پراخه ده یوازیتوب به شتون ونه لري او  ټول به د افغانستان اسلامي جمهوري تر چتر لاندې کار وکړي.»

امریکا او برتانیه په افغانستان کې د موازي حکومت د جوړېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید ټول لوري سره متحد شي او خپل اختلافات پاي ته ورسوي.

خو پخواني ولسمشر حامدکرزي ویلي اوسنی د اندېښنې وړ وضعیت د افغانانو په وړاندې د امریکا د تفرقې اچوونکو سیاستونو له امله دی.

د پروان پخوانی والي عاصم عاصم په دې اړه وايي:«له ستونزو خالي نه دی خو هڅه کوو چې د تطبیق لپاره اقدامات ونیول شي، او د ناخوالو مخه ونیسو.»

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سیاستوالانو پر یووالي ټینګار کړی خو د موازي حکومت په جوړولو یې هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د اختلافاتو د حل لپاره د ځواک له کارولو سره مخالف دی.

مریکا، بریټانیا په افغانستان کې د موازي حکومت اعلان په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره په دغه هېواد کې د یووالي غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه