Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سولې شورا: عربستان دې د سولې بریا لپاره پر پاکستان فشار راوړي

له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې بهیره د سعودي عربستان له ملاتړ وروسته، اوس د سولې عالي شورا، له دغه هېواده غواړي چې پر طالبانو او پاکستان باندې د خپل نفوذ له اغېزې دې استفاده وکړي، او هغوی دې خبرو اترو ته اړباسي.

د سولې عالي شورا ویاند، سید احسان طاهري وايي:«بې له شکه چې سعودي عربستان په طالبانو او د هغوی په بهرنیو ملاتړ په ځانګړي ډول پاکستان باندې ځانګړی اثر و رسوخ لري. هیله لرو چې سعودي عربستان د اسلامي هیوادونو د مرکز په توګه په طالبانو او اړونده اړخونو فشار راوړي، څو افغانان راتلونکي کې د سولې شاهدان ووسي.»

په دې وروستیو کې د سعودي عربستان پاچاه له طالبانو سره د افغان حکومت له اوربنده هرکلی کړی او د دغه اوربند د غځېدو غوښتونکی دی.

له هغې وروسته، د کعبې امام په کعبې شریفه کې د جمعې له لمانځه وروسته د افغانستان د سولې او ارامښت لپاره دعا وکړه.

اخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې سعودي عربستان له وسله‎والو طالبانو سره ښه اړیکې لري او د سولې په تړاو د حرمینو شریفینو د امام په ګډون د سعودي د پاچا وروستي دریځونه هیله بښوونکي دي.

د ولسي جرګې غړې، سمین بارکزۍ څرګندوي:«دا یو ښه هیله بښوونکی حرکت دی، زه فکر کوم چې هغه هېوادونه چې افغانستان کې دخیل دي اوس هغه نقطې ته رسېدلي که‎چېرې افغانستان کې ثبات نه وي ؛نو د دوی هېوادونو کې به هم مشکلات رامنځته شي.»

سناټوره، فوزیه سادات زیاتوي:«باید موږ له خپلو دوعاګانو او ملاتړ څخه پرې نه‎ږدي، واقعاً دا سل په سلو کې یو مثبت رول لري. که دوی له زړه وغواړي؛ نو انشاالله افغانستان کې به سوله راشي.»

همدا راز یادونه کېږي چې له طالبانو سره په عربي هېوادونو کې مرستې کېږي او د سعودي عربستان ترڅنګ باید په یو شمېر نورو هېوادونو کې د دغه وسله‎والې ډلې مالي زیرمې هم وچې شي.

د سیاسي چارو کارپوه، نظیم سمون خپل نظر داسې څرګندوي:«دقیقا سعودي عربستان نه یوازې خپل معنیوي اغېز لري په طالبانو بلکې که موږ وګورو؛ نو په تېره یوه نیمه لسیزه کې طالبانو ته په عربي هېوادونو کې چندې کېدې چې دا یې مالي سرچینې وې او په وچولو کې یې سعودي عربستان ښه رول لوبولی شي.»

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په سعودي عربستان کې د سولې شورا په ګډون د یاد هېواد یو شمېر دیني عالمانو او چارواکو د افغان سولې په تراو ګډې ناستې درلودې او ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکي کې به په دې اړوند په دغه هېواد کې یوه بله ناسته هم وشي.

شریک یي کړئ