Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سویډن کې له ماشومانو سره د افغان کډوالو اعتراض

د ماشومانو په ګډون سلګونو افغان کډوالو د سویډن حکومت لخوا د پناه ورکړې ردولو سره د دغه هېواد په بېلابیلو ښارونو کې په اعتراضونو لاس پورې کړی.

د دغو اعتراضونو مسووله، فاطمه جعفري وايي چې اعتراض کوونکي اروپايي ټولنې د ماشوم کنوانسیون د ګټو اجرایې کول غواړي.

هغې زیاته کړه:«د سویډن دولت په دغه هېواد کې د افغان ماشومانو په تړاو دغه قانون تر پښو لاندې کړی دی.»

د جعفري په خبره، یاد کنوانسیون د ماشومانو پر وړاندې د رنګ، نژاد او دین په کبله باید توپيري چلند ونشي، خو د سویډن دولت هغو افغان ماشومانو ته چې د میندو او پلرونو پناه غوښتنه رد شوې، دا حقوق په پام کې نه نیسي.

په همدې حال کې ټاکل شوې د شنبې په ورځ(د لیندۍ په ۲مه نېټه) د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت د سویډن له لولیو ښار کې افغانان د جبري ویستو په تړاو اعتراضونه وکړي.

د اعتراضونه به د ماشومان ژغورنې او د سویډن د ماشوم بنسټ لخوا ترسره شي.

ټاکل شوې ده تر دوو راتلونکو ورځو پورې د سویډن په لولیو ښار کې په جبري توګه د کډوالو ویستلو په غبرګون کې پراخ اعتراضونه وشي

شریک یي کړئ