Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سویډن ۱۰۶ کلنه ښځه له دې هېواده وباسي

د کندز ولایت اوسېدونکې، بي بي حال چې په بي‎ بي ازبیکي مشهوره ده، دوه کاله مخکې له خپل زوی او لمسیو سره چې له خطرونو ډک سفر سره اروپا ته ولاړل، خو اوس سویډن د نوموړې او کورنۍ غوښتنه یې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره رد کړې ده.

بي‎ بي حال وروسته له یوه میاشتني سفر څخه یې د سویډن په هووا ښار کې دوه کاله ژوند وکړ، د روان زیږدیز کال د جنوري په میاشت کې یې د کورنۍ د پناه‎غوښتنه رد شوه او اوس د نوموړې هم رد شوی دی.

د بي بي حال لمسی، محمد ازبیکي وايي:«کله چې مو د رد ځواب واخیست موږ خپلې نیا ته ونه ویل، کله چې زما خورګانو ژړل نو هغې ترې پوښتنه وکړه، بیا مې یوې خور و رته وویل چې ځواب مو منفي دی او سویډن غواړي چې موږ بېرته ولېږدوي، نیا مې کله چې داخبر وارید نو سکته یې وکړه.»

د بي بی حال کورنۍ وايي چې نوموړې د ماغزو سکته کړې ده او اوس یې یو خوا فلج دی او په سختۍ سره خبرې کوي.

د هغې لمسی زیاتوي:«دوی راته وویل چې سمه ده چې ستاسو په سیمه او هېواد کې جګړه ده، خو دا د قبولي لامل نه کېږي. باید تاسو ځانګړی دښمن ولرئ. که موږ ځانګړی دښمن درلودی نو له خپل هېواد څخه نه وتو.»

په سویډن کې افغان کډوال له سوري کډوالو څخه زیاتې ستونزې لري.

په سویډن کې د کډوال ملاتړې شبکې رئیس، سنا ویسټن په دې اړه وايي:«لامل یې دا دی چې د کډوالۍ استازي فکر کوي، دا چې افغانستان زیات نه امنه نه دی او داسې ځایونه شته چې خلک هلته تللی شي. لږې ستونزې شته او دوی کولی شي چې هرات، کابل او مزار شریف ته اشاره کوي د اروپا کډوالۍ اداره وايي چې دا ښارونه ډېر نا امنه نه دي.»

که څه هم چې د سويډن د کډوالۍ ادارې د افغانې کورۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې لوړ عمر د پناه غوښتنې لامل نه شي کېدی.

سویډن ۱۰۶ کلنه ښځه له دې هېواده وباسي

که څه هم چې د سويډن د کډوالۍ ادارې د افغانې کورۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې لوړ عمر د پناه غوښتنې لامل نه شي کېدی

شریک یي کړئ