روسیه یو ځل بیا ټينګار کوي چې د طالبانو پر ضد په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ د نړیوال ائتلاف جګړه له بندون سره مخ شوې ده.
د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف وايي چې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړه له بندون سره مخ شوې او اړتیا ده چې د افغانستان د کړکېچ لپاره ملي خبرې اترې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان او امریکايي چارواکو په ځلونو په روسیې یې تور پورې کړی چې دغه هېواد له طالبانو سره مالي او وسلهییزه مرسته کوي. هغه ادعا چې مسکو په ځلونو رد کړې ده.
اوس ضمیر کابلوف هم له طالبانو سره د روسیې هر ډول پوځي او مالي مرستې یوه ادعا بولي.