Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان: د ازاد شویو طالب بندیانو په اړه د حکومت شمېرې ناسمې دي

طالبان د افغان حکومت له خوا د ازاد شویو طالب بندیانو اعلان شویو شمېر ناسم ګڼي.

د افغان حکومت له لوري د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر د روان کال په وري میاشت کې پیل شو چې له اختر مخکې حکومت د طالبانو ۱۱۰۰ بندیان ازاد کړل خو د اختر په درې ورځو کې د طالبانو له لورو د اوربند له اعلان وروسته، ولسمشر اشرف غني د دغه اوربندي د هرکلي او د ښه نیت ښودلو په پاره د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د ازادولو فرمان صادر کړي چې د دغه شمېر له ډلې تر پرونه حکومت ۲۷۱۰ تنه ازاد کړي او پاتې نور به هم ازاد کړي چې د ولسمشر فرمان عملي شي.

خو طالبان بیا وايي چې د افغان حکومت له خوا د ازاد شویو طالب بندیانو اعلان شوی شمېر سم نه دی او له دې ډلې ۴۲۶ تنه ازاد شوي بندیان په دغې ډلې پورې تړاو نه لري.

پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا په دې اړه څرګنده کړه:«د مولوي ضیاالدین په مشرۍ د طالبانو پلاوی راغلی هغوی ته دا موضوع روښانه شوې ده، ځکه هغه بندیان چې ازاد شوي ویلي هغه کسان هم وو چې جنايي بندیان وو.»

خو افغان حکومت نه غواړي چې، د هغو ۴۲۶ کسانو چې طالبان یې د خپلې ډلې غړي نه بولي، د هویت په اړه څه وايي.

حقوق پوه وحید فرزه یي وايي:«موږ هم په دغه بهیر کې د لږې تخطۍ او سرغړونې په اړه اسناد لرو او که چېرې طالبان دا بهیر ونه مني د افغانستان د خلکو او طالبانو ترمنځ به بې اعتمادي زیاته شي.»
           
طالبانو ته نږدې کسان وايي، افغان حکومت ته د ورکړ شوي نوملړ له مخې د ۵ زره طالبانو خوشي کېدل کولی شي د افغانانو تر منځ خبرو او اوربند ته لاره هواره کړي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وویل:«هیله شته چې له دغې موکې سمه ګټه واخیستل شي چې د افغانانو ترمنځ خبرو اخترو ته لار پرانیزي.»

هېوادوال هم د خوشي کېدونکو کسانو د پېژاند او له هغو د ضمانت پر اخیستو ټینګار کوي.

د کابل اوسېدونکی غلام حسین په دې اړه وايي:«هغه کسان چې لوی جنایتونه نه لري کومه ستونزه نه ده، خو هغه کسان چې چاودنه او ځانمرګی یې کړي باید ازاد نه شي.»

طالبان وايي، تر اوسه یې ۴۲۰ دولتي سرتېري خوشي کړي؛ خو تر دې مخکې افغان حکومت ویلي چې د طالبانو له لوري ځينې خوشې شوي کسان دولتي سرتېري نه دي.

افغان حکومت وايي چې د طالبانو ۲۷۱۰ تنه یې ازاد کړي خو طالبان بیا وايي چې د افغان حکومت له خوا د ازاد شویو طالب بندیانو اعلان شوی شمېر سم نه دی او له دې ډلې ۴۲۶ تنه ازاد شوي بندیان په دغې ډلې پورې تړاو نه لري.

شریک یي کړئ