په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزیر د پلازمېنې د هوا ککړتیا دومره د اندېښنې وړ نه بولي، د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم وايي چې په هوا کې معلقې ذرې دایمي نه دي.
هغه وايي کهچېرې دا ذارت په ۲۴ ساعتونو کې په یوه اندازه وي، د اندېښنې وړ به وي.
ښاغلي عبدالله چې نن له غرمې مخکې د وزیرانو شورا په غونډه کې وینا کوله، د برېښنا کموالی یې د کابل د هوا ککړتیا یو لامل وباله.
هغه وویل چې پلازمېنه کې د برېښنا د کموالي د حل لپاره « د ملي تدارکاتو په وروستۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پلچرخي له اسټېشن څخه ۸۰ میګاواټه اضافي برېښنا پلازمېنې ته ونښول شوي ترڅو د ډبرو سکرو پرځای له برېښنا ډېره استفاده وشي. د برېښنا کموالی د هوا د ککړتیا یو له عواملو څخه دی.»
هغه زیاته کړه :«د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په عالي کمېسیون کې مو پرېکړه وکړه چې ښارګوټي دې د ډبرو سکرو د دود تصفه کوونکو دستګاوو څخه استفاده وکړي. د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د رپوټ له مخې د دغو دستګاوو نصبول د ډبرو سکرو ۵۰ سلنه ککړتیا کموي.»
ښاغلي عبدالله د خپلې وینا په بله برخه کې، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو د کار د پیل په اړه هم وغږېد. ښاغلي عبدالله وویل چې هیلهمن دی چې د نویو سرپرستانو کارونه د هېواد د امنیت په ټینګښت کې اغېزناک کوي.
اجراییه رییس همدارنګه وايي د معلولانو او شهیدانو د معینیت او د ټولګټو وزارت د بیارغونې کار چې تېره اوونۍ د یوه ترهګریز برید له امله زیانمن شوو وو پيل شوی.