د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله تېره ور(یکشنبې د وري په ۱۸مه نېټه) اردن کې اقتصادي نړیوالې ناستې په څنډه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ټولو دولتونو ګډه هڅه اړینه بولي.
عبدالله وايي:«موږ نشي کولی چې هیلې ولرو چې ټول رادیکالونه، رادیکالیزم کړو، خو کولی شو چې په ټوله کې ډېر کار وکړو، تر څو د ترهګرو د له نفرته ډکو بیغامونو په اړه خلکو ته مالومات ورکړو.»
دی وړاندي وايي چې له ترهګرۍ ملاتړ به آن د دوی ملاتړي هم زیانمن کړي.
اجراییه رییس څرګندوي چې افغانستان تر اوسه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
نوموړی زیاته کړې ده:«افغانستان هم له دې زیانونو لیري پاتې نه دی، جنايي ډلې له دین نه ناوړه ګټه پورته کوي تر څو خپل جنایت توجیه کړي، خو موږ باید هېر نکړو چې افغانستان کې پوځیان او خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې لویه برخه ترسره کوي.»
عبدالله د ترهګرۍ او رادیکالیزاسیون د ماتې لپاره د رسنیو، علماو، مدني ټولنې او دولت ترمنځ همکاري اړینه بولي.
هغه وړاندې وايي:«د افغانستان دولت له ترهګرۍ او د رادیکالیزاسیون سره د مبارزې په برخه کې ژمن دی.