د فراه ولایت په بالابلوک لسوالۍ کې د طالبانو په یوه کمین کې یو شمېر امنیتي ځواکونه چې د ځانګړي ځواکونو غړي او کمانډو هم په کې شامل ديد طالب وسلهوالو په کمين کې ژوند له لاسه ورکړی دی او یو شمېر یې د دې ډلې لخوا اسیر شوي دي.
دفراه ولایتي شورا رئیس وایي چې په دغې پیښه اته تنه ځانګړي سرتېري وژل شوي که څه هم چې ملي دفاع وزارت د کمرې مخکي د دغې موضوع په اړه څه نه وایي خو په دغې پیښه کې د څلورځانګړو سرتیرو وژنه تاییدوي.
د فراه د ولایتي شورا رییس وایي چې دغه ځواکونه د بالابلوک ولسوالۍ فرارود سیمې ته تللي وو چې د طالبانو په څاو کې ښکیل شول.
د فراه د ولایتي شورا رئیس زیاتوي چې په دې نښتې کې ۱۵ تنه دولتي سرتیري وژل شوی دي او یو شمېر هم د طالبانو له خوا ژوندي نیول شوي دي.
د ولایتي شورا رئيس، فرید بختاور څرګندوي:«ټول اتلس تنه دي چې درې تنه یې اسیر شوي دي او نورو یې د شهادت جام څکلی دی.»
د ولایتي شورا غړی، دادالله قانع زیاتوي:«زموږ ځواکونو چاڼيز عملیات په لاره اچولي وو چې په دې کې دا ځواکونه تلف شول.»
د ملي دفاع وزارت نه غواړي چې په دې تړاو د کمرې پر وړاندې خبرې وکړي خو د ځانګړو ځواکونو د څلورو سرتیرو وژل کیدل تاییدوي.
په وروستیو میاشتو کې په فراه کې نا امنۍ زیاتې شوي دي، داسې چې شاوخوا شل ورځې وړاندې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یو مرکز برید وکړ او شل تنه دولتي سرتېري یې ووژل.
د فراه د ولایتي شورا رئیس وایي چې په دې پېښه کې طالبانو ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو طالبان د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کوي چې په دې پېښه کې لسګونه دولتي سرتیري وژل شوي دي.