Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قیومي د ۱۳۹۷ کال د قطعیې په اړه د ولسي جرګې غړو ته ځواب ور نه کړ

د مالیې وزارت سرپرست چې د رپوټ ورکولو لپاره ولسي جرګې ته وربلل شوی و، د دغې جرګې غړو ته د ځواب له ورکولو ډډه وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي د ۱۳۹۷ کال د قطعیې د مېلیاردونو افغانیو د حیف او میل کېدو په اړه د ولسي جرګې د غړو له بحثونو او نیوکو وروسته، د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې د دوشنبې ورځې ناستې ته وروغوښتل شو.

خو ښاغلي قیومي له هغې وروسته له ځواب ورکولو ډډه وکړه چې د دغې جرګې ځينې غړي د دوی پوښتنو ته د ځواب ویلو غوښتونکي شول.

د ولسي جرګې مالي چارو او بودیجې د کمېسیون غړی صدیق احمد عثماني په دې اړه وايي:څ«دا سوالونه څرګند او روښانه ځوابونه لري چې د کمېسیون لخوا مطرح شوي او باید دلته مطرح شي او د مالیې ښاغلی وزیر صاحب او همکاران یې او د تفتیش او کنټرول اداره ته سوال متوجه کېږي ځواب ورکړي.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر اداري پلاوي او د دې جرګې د رییسانو پر کمېټې په نیوکې سره وايي ولي همایون قیومي د ولسي جرګې د غړو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر ځای یوازې د رپوټ ورکولو لپاره وربلل شوی و.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې د کمېسیون رییس عظیم محسني په دې اړه وویل:«د اصول نامې او قانون په لسګونه مادې تر پښو لاندې شوي، او تاسې راځئ د استجوابیې په توګه مکتوب کوئ دا شرم دی.»

خو دا نیوکې د اداري پلاوي او د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د لفظي شخړې لامل کېږي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال احمد شاه رمضان وویل:«هغه په تاسې پورې اړه لري چې استعمایه نیسئ او که نه، ته په خپله تشریف لرې او که نه.»

یو شمېر وکیلان وايي حکومت د ۱۳۹۷ کال په قطیعه کې په څوارلسو موردونو کې مېلیاردونه افغانۍ بې ځایه لګولې او باید ځواب ووایي.

د ولسي جرګې غړی راحله سلیم وايي:«د ۱۳۹۷ کال په قطیعه کې ولسمشر په څلورلس موردونو کې سرغړونه کړې ده.»

خو د مالیې سرپرست وزیر وایي نوموړی یوازې د رپوټ ورکولو لپاره ولسي جرګې ته ورغلی او د جرګې د غړو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره تیاری نه لري.

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي په دې اړه څرګنده کړه:«ما خپل چمتووالی د استعمایې لپاره نیول که چېرې استجوابیه ده موږ ته سوالونه راولېږئ له هغې وروسته زه چمتووالی نیسم هر کله چې وشول بیا راځم.»

ولسي جرګې په پای کې پرېکړه وکړه چې د مالیې سرپرست وزیر د دې جرګې یوې بلې غونډې ته د ځواب ویلو لپاره ورشي.
 
د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي د ۱۳۹۷ کال د قطعیې د مېلیاردونو افغانیو د حیف او میل کېدو په اړه د ځواب ویلو لپاره ولسي جرګې ته بلل شوی و.

شریک یي کړئ