Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له طالبانو د هلمند د ولسوالیو د بیا نیونې لپاره چمتووالی

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايی د طالبانو لاسته د لوېدلو ولسوالیو د بیا نیولو لپاره مو د پوځي عملیاتو چمتووالی نیولی دی.

دا چارواکي وايي دې عملیاتو لپاره ډېرو پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لرو او هغه ۵ ولسوالۍ به له طالبانو بېرته ونیسو چې په تېرو کلونو کې د یادې ډلې په ولکه کې وې.

د هلمند ولایت امنیه قومندان، جنرال عبدالرزاق وايي:«موږ د عملیاتو لپار تیاری نیولی دی او زموږ ځواکونه هم پوره دي، خو موږ د عملیاتو کولو لپاره ډيرو نظامي تجهیزاتو او زرهي وسایلو ته اړتیا لرو تر څو قوي عملیات تر سره کړو.»

همداراز د هلمند والي، یاسین خان زیاتوي:«بلکل موږ د پلان له مخې عملیاتونه جریان لري ځیني عملیاتونه مو اوږدمهاله دي او ځیني عملیاتونه مو لنډ مهاله دي، خو د سقوط شوو ولسوالیو لپاره موږ ډیرو نظامي تجهیزاتو ته اړتیا لرو.»

خو په هلمند کې د نسکورو شویو ولسوالیو د نه نیولو په اړه ولایتي شورا پر امنیتي چارواکو سختې نیوکې کوي.

د ولایتي شورا غړی، مجید اخندزاده وايي:«همدا لامل دی چې د حکومت او ولسی وګړو تر منځ واټن رامنځته شوی، حکومت په دې څو کلنو کې ونه توانید چې د هلمند د پنځه سقوط شویو ولسوالیو څخه آن یوه ولسوالي راخلاصه کړي.»

د هلمند ولایت د باغران، موسی کلا ، نوزاد، دیشو او خانشین ولسوالۍ له ۱۵ څخه تر څلورو کلنو راپدیخوا په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو په والکه کې دي.

بل خوا د هلمند اوسیدونکي وايي هغه ولسوالۍ چې په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو په والکه کې دي اوسیدونکي يې په سختو حالاتو کې شپې او ورځې تېروي، او حکومت باید ډېر ژر د یادو د ولسوالیو د نیولو لپاره پوځي عملیات وکړي.

د لښکرګاه اوسېدونکی، عبدالرشید ناصري په دې اړه وايي:« له څو کلنو راپدخیوا ډیری ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي او حکومت يې د نیولو لپاره هیڅ هم نه دي کړي هلته خلګ سړکونه نه لري، خواړه په ډېر ستونزمن حالت کې په لاس راوړي، او د ژوند د هر ډول اسانتیاوو څخه بې برخې دي.»

د لښکرګاه اوسېدونکی، اسدالله زیاتوي:« زموږ غوښتنه له حکومت څخه داده تر څو ژر تر ژره پدغه ولسوالیو کې عملیات وشي او خلګو ته د امنی ژوند کولو زمینه برابره کړي.»

د هلمند ولایت د باغران، موسی کلا ، نوزاد، دیشو او خانشین ولسوالۍ له ۱۵ څخه تر څلورو کلنو راپدیخوا په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو په والکه کې دي

شریک یي کړئ