د سپنې ماڼۍ ویاندې په کابل کې د انټر کانټینېنټل پر هوټل د طالبانو د وروستي برید په غبرګون کې ویلي چې داسې بریدونه یوازې د دې لامل کېږي چې واشنګټن د افغانانو د ملاتړ لپاره خپل هوډ نور هم پیاوړی کړي.
د سپینې ماڼۍ ویانده سارا هاکبي سنډرز وايي چې امریکې له پاکستانه غواړي چې ژر تر ژره دې د طالبانو مشران ونیسي او یا هم له دغه هېواد څخه وشړي او د خپلو عملیاتو د پر مخ بیولو لپاره د پاکستان له خاورې د دغې ډلې د استفادې مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر دغه هېواد د واشنګټن له پوځي ګواښ سره مخامخ نه بولي.
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وايي د دې لپاره چې واشنګټن دې د پاکستان په وړاندې پوځي اقدام وکړي هېڅ داسې ګواښ نشته.
له دې وړاندې د امریکا څارګرې ادارې «سي ای اې» ګواښ کړی وه کهچېرې پاکستان د حقاني شبکې او طالبانو په وړاندې په دغه هېواد کې اقدام ونه کړي، واشنګټن به د خپلو ګټو د خودیتوب لپاره په خپله لاس په کار شي.