له افغانستانه په احتمالي ټوګه د ۷ زره امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته، د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس وايي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دغه غوراویز څېړنه کوي.
هغه په دې اړه وویل:«ولسمشر ټرمپ دا ټاکنه (له افغانستانه د ځواکونو وتل) تر څېړنې لاندې لري.»
هغه زیاته کړه:«زه تېر کال په افغانستان کې وم. ولسمشر ټرمپ د اګسټ میاشت کې په خپله وینا کې، د نوې تګلارې پر بنسټ، نوې منبعې او ډېر پوځيانو په افغانستان کې زموږ ځواکونو ته د جګړې د مدیریت توان ورکړ ترڅو هغوی د طالبانو، داعش او القاعده په وړاندې جګړه کې له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.»
امریکا دمګړۍ په افغانستان کې کابو ۱۴ زره سرتېري لري. هغه رپوټونه چې خپاره شوي، څرګندوي، شونې ده چې د دغو سرتېرو له ډلې ۷ زره له افغانستانه واېستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، ډونلډ ټرمپ د کابینې په یوې ناسته کې، وویل چې روسیه، پاکستان او هند په افغانستان کې وجنګېږي نه امریکا.