د مدني ټولنې موندنې ښيي چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ژمنې د دوو کلونو په اوږدو کې یوازې د شعار په حد کې پاتې دي.
لس مدني بنسټونو د ملي یووالي حکومت د مشرانو۱۸ ژمنې څارلي دي چې ډېر شمېر یې نه دي عملي شوي.
په دولتي بنسټونو کې د ښځو د ونډې زیاتېدل هم یوه ژمنه وه،د ښځو چارو وزارت وايي چې په یو شمېر دولتي بنسټونو کې د ښځو ځورول د دې عامل شوي چې تازه کارې نجونې هم خپل کارونه پرېږدي.
د مدني ټولنې لسو بنسټونو د ملي یووالي حکومت له ۱۰۰ ژمنو ۱۸ یې په تېرو دوه نیمو کلونو کې څارلې دي.
د مدني ټولنې فعاله حمیرا ثاقب په دې اړه وویل:«د ملي یووالي له دوه نیمو کلونو څخه وروسته تر اوسه هم په لوړنیو ګامونو کې دی او ډېرې تشې لري او هر څه په شعوري برخه کې دي.»
د دغو څارنو پایلې څرګندوي چې د ټاکنیزو سمونو په برخه کې د حکومت د مشرانو لاسته راوړنې ډېرې کمې دي.
د افغانستان د ټاکنو د څارنې بنسټ غړی شاه محمد مل وايي:«ټول ټاکنیز اصلاحات په خپل ځای دي،حتا دا شک او ګمان شتون لري چې موږ نه شو کولای په تراتلونکي کال کې ټاکنې ولرو،ځکه چې ټاکنې یوازې د څېرو بدلېدل نه دي.»
ویل کېږي چې حکومت په دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار د فرصتونو په رامنځته کولو کې هم ناکام وو.
د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردک وویل:«د ښځو ځورونه تر ډېره په پلازمېنه کې ده.موږ رپوټ لرو چې نجونې ځورول شوې دي او د کار له دوو میاشت تېرېدو څخه وروسته کار یې پرېښی دی.»
په دې لړ کې د حکومت په کړنو د مدني ټولنې د څارنې چاره هم کمرنګه بلل شوې ده.
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې اړه وايي:«له بده مرغه چې مدني ټولنه د ټولو بنسټونو په څېر سیاسي ده او دا د دې لامل شوی چې د مدني ټولنې یو شمېر بنسټونه دولتي وي.»
خو د ولسمشر سلاکاره په دې اړه داشان نظر لري.
د ولسمشر سلاکاره فرخنده زهرا نادري هم وايي:«حکومت د یو کس حکومت نه دی،یو کس چې حتا له ټولې انرژۍ او ژمنې سره شپه او ورځ کار وکړي،په یوازېتوب نهشو کولای چې یو ملت د بریا په لورې وکاږي.»
د امنیت ټینګښت، له اداري فساد سره مبارزه، ښه حکومتووالي، د خلکو په دسترخوان کې د بدلون رامنځته کول، د هېواد د وګړو ستونزو ته پاملرنه، په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو رامنځته کول، او د دندو رامنځټه کول د حکومت له مهمو ژمنو څخه دي.خو مدني ټولنه په دې باور ده چې د خپلو ژمنو په عملي کېدو کې د ناکامې ترڅنګ د حکومت مشرانو د سیاسي هوکړه لیک په عملي کېدو کې هم ناکام وو.