Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسلمیار:د سولې خبرو اترو مېز ته د طالبانو راکاږل، خیال او لېونتوب دی

د مشرانو جرګې رییس لا هم باور نه‎لري چې پاکستان به طالبان د خبرو اترو مېز ته راوکاږي فضل هادي مسلمیار وايي چې د سولې خبرو اترو مېز ته د طالبانو راکاږو لپاره له پاکستان څخه د افغانستان حکومت تمه ناشونی خیال او لېونتوب دی.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه چې طالبان به د لومړي ځل لپاره د افغانستان له حکومت سره د روان زیږدیز کال د مارچ میاشې په لومړیو کې د خبرو ترو پر مېز کېني،خو اوس د مارچ میاشې په وروستیو کې له دغو خبرو اترو څخه هېڅ خبر نه‎شته.

له بلخوا د سولې عالي شورا د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د وخت ټاکل د پاکستان په اړه د افغانستان حکومت خوش باوري بولي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو برخلیک تر اوسه هم څرګند نه‎دی په دې اړه هیلې او خبرې کمې شوي دي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار څرګنده کړه:"د پاکستان له خوا د طالبانو خبرو اترو میز ته راکاږل خیال،ناشونې او لېونتوب دی".

د سولې عالي شورا په دې برخه کې پاکستان خوا ته دې نیوکې ګوته نیسي. دا شورا وايي داسې ښکاري چې د افغانستان حکومت دخبرو اترو مېز ته د طالبانو د راکاږلو په برخه کې د پاکستان ژمنو ته بی ځایه خوښي ښودلې ده.

د سولې د عالي شورا غړي محمد اکبري څرګنده کړه:"هغوی کسانو چې د سولې خبرو اترو لپاره وخت ټاکلی دی، دا کار د خوښیو له مخه وه".

د ولسي جرګې اداري پلاوي وايي چې پاکستان د افغانستان په وینې توېدو او جګړو کې خپله ګته ویني.

د ولسي جرګې منشي عبدالروؤف انعامي زیاته کړه:"ګاونډې هېوادونه خپلې ګټې د افغانستان په ناامنیو کې ویني او له همدې امله دی چې د افغانستان سولې ته خوښ نه‎دي".

خو د بهرنیو چارو وزارت په نږدې راتلونکي کې د سولې د خبرو له پیلېدو څخه خبره کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وویل: " تر اوسه د خبرو اترو مهال او ځای مالوم نه دی،خو د دغې موضوع د روښانتیا لپاره هڅې روانې دي".

په دې ورځو کې لیدل کېږي چې په هلمند، غزني، سرپل، بدخشان، دایکندي او کندز ولایتونو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي او دا بریدونه د سولې خبرو په وړاندې د طالبانو دې بې پروایي څرګندونه وي.

له دې سره سره د سولې عالي شورا ویاند په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور لپاره د ولسمشر پر غوښتنې نیوکه کوي او وايي چې په افغانسان کې د امریکايي ځواکونو د حضور د دوام په اړه به د پرېکړې وروستي کېدل له سیاسي لارې د افغانستان جګړې پای ته رسېدو لپاره زیان ورسوي.

د مشرانو جرګې رییس لا هم باور نه‎لري چې پاکستان به طالبان د خبرو اترو مېز ته راوکاږي فضل هادي مسلم

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه