د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په خپله کلنۍ وینا کې په افغانستان کې او بیا په شمالي ولایتونو کې د ګواښونو زیاتوالی د اندېښنې وړ وبولي او د افغانستان په شمال کې د ترهګرو د فعالیتونو له پراختیا ګواښ کوي.
پوتیین وایي مسکو چمتو دی چې د افغانستان له خاورې د ګواښونو په کنټرول کې واشنګټن سره همکاري وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګنده کړه:«په هغو سیمو کې چې موږ اړتیا لرو له امریکا سره ګډ کار کوو. او که داسې وشول هڅې به اغېزناکې وي. موږ وینو چې په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ ګواښونه په زیاتېدو دي. موږ وینو چې د افغانستان په شمالي سرحدي سیمو کې د نړیوالې ترهګرۍ په اداره کې سیمې زیاتېږي.»
له دې سره په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر زیاتوي مسکو چمتو دی چې په افغانستان په ځانګړې توګه په شمال کې د امنیت ټینګښت لپاره له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.
ښاغلي پوتین زیاته کړه:« موږ وینو چې د افغانستان مرکزي حکومت د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري او موږ چمتو یوو چې مرسته وکړو. د تېرو کلونو په څېر مرسته، تېرو مرستو کې د افغان ځواکونو روزنه هم وه.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې روسیه له طالبانو سره په همکارۍ او د هغوی په ملاتړ تورنه شوې ده او په دې وروستیو کې رپوټونه خپاره شوي چې د هغه پر بنسټ، روسیه د دغې ډلې د تجهیز سربېره، مالي سرچنې هم د هغوی په واک کې ورکوي.
خو مسکو تل دغه تورونه رد کړي دي.