Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

م.م افغانستان کې د ټاکنو نېټې اعلان څخه ملاتړ کوي

ملګري ملتونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري افغانستان کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو تر سره کولو نیټې اعلان څخه هرکلی کړی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا ګام د افغانستان ټیکاو لپاره مهم بولي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ پلاوي دفتر (یوناما) د خپرې شوې خبرپاڼې په ترڅ کې نن(یک‎شنبې د وري۱۲مه) هېواد کې د رڼو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو ویلي دي: "د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د یوې کره نیټې ټاکل مثبت او مهم پرمختګ دی، چې ټاکنې به د رسمي پلان له پړاو څخه د پلي کیدو لور ته یوسي".

نوموړي زیاته کړې ده: "رڼې او پراخې ټاکنې د افغانستان خورا اړینه برخه جوړوي، چې په دې هیواد کې د ولسواک سیاسي بهیر پیاوړتیا څرګندوي ".

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر میاشت کې مرستندویه ټولنې ژمنه وکړه چې د ټاکنو د خپلواک او د ټاکنو د شکایتونو له کمیسیونونو سره د روانو مرستو تر څنګ به د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د بودیجې ۲۸.۴ میلیونه ډالرو ۹۰ سلنه برابروي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي خبرپاڼه کې ویلي دي:"په ټوله کې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغانانو په مشرۍ ټاکنیزې پروسې څخه ملاتړ ته ژمن دي".

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مهال ویش له مخې ټاکل شوې ده چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه ټول هېواد کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې یاد کمېسیون د ټاکنو نېټه د روان کال د چنګاښ ۱۶مه ښودلې وه.
 
 افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي نه یوازې په ټاکنو بلکې په ټوله ټاکنیزه پروسه کې د افغانانو ګډون خورا مهم دی

شریک یي کړئ