د «ای بي سي»خبري شبکې رپوټ ورکړی چې امریکا دفاع وزیر جمیز مټیس افغانستان ته د ۳ زره او ۵۰۰ تازه دمو سرتېرو د استولو حکم صادر کړی دی.
د دغه رپوټ پر بنسټ، یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن او امریکا د پوځي لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ د تړلو دروازو تر شا د دغه هېواد کانګرس ته په دې اړه توضیحات ورکړي دي.
دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې چې دغو چارواکو ویلي دي چې ټاکل شوې ده ۳ زره او ۵۰۰ نور سرتېري افغانستان ته واستول شي.
ویل کېږي چې دغه پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې تګلارې یوه برخه ده چې کابو دوه اوونۍ وړاندې یې ده.
له دې وړاندې رپوټ ورکړل شوی وه چې ټاکل شوې ده ۳ زره او ۹۰۰ امریکايي سرتېري افغانستان ته واستول شي.
د دې په اړه چې څه وخت به دغه ۳ زره او ۵۰۰ سرتېري افغانستان ته واستول شي، جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د دغو سرتېرو له راتلو سره په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر کابو ۱۵ زره تنو ته به ورسېږي چې د هغه ترڅنګ د ناټو ۵ زره سرتېري، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو روزنې ته به دوام ورکړي.