د ننګرهار ولایت سیمهيیز چارواکي سېشنبې( د چنګاښ ۱۲مه) په دې ولایت کې د داعش ډلې د ځانمرګي بریدونو د درېیو پلانوونکو له نیولو خبر ورکوي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش درې غړي نیول شوي چې غوښتل یې په کونړ ولایت کې بریدونه ترسره کړي.
دا کسان په بهسودو ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوي کسان قاری عباس، عبدالرشید او عظیم خان نومیږي چې غوښتل یې راتلونکې ورځو کې پر دولتي ځواکونو بریدونه وکړي.
په همدې حال کې د ملي امنیت عمومي ریاست څرګندوي چې د ننګرهار ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې هم دوه تنه د ترهګریزو بریدونو په تړاو نیول شوي دي.