عطامحمد نور د برېښنايي تذکرو د وېش پيلولو په غبرګون وايي ولسمشر او څو همکاران یې هېواد له کړکېچ سره مخ کوي.
نوموړی چې په مزار شریف کې د خپلو پلویانو په منځ کې ویناه کوله، وايي، ولسمشر غواړي د هېواد د قومونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي.
هغه په دې اړه وویل:«هغه کار چې دوی یې کوي، او افغانستان د وېش په لور بیايي؛ کړکېچ خوا ته یې خو بیولی، له پرځېدو سره یې مخ کړی. خدای دې نه کړي چې موږ دلته د وېش، جګړې او وینې بوی حس کوو.»
د اسلامي جمعیت ګوند اجراییه رییس وايي، هېواد وال د ولسمشر له کړنو نور تنګ ته راغلي.
په ننګرهار کې د یوې غونډې پرمهال د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر بیا ولسمشر د واک پر انحصار تورنوي.
د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر په دې اړه وویل:«له دې وړاندې د فساد له لارې پنځوس زره تر یو لک خلکو ته یو نمړۍ ډوډۍ رسېده، اشرف غني فساد یې دورمه سیستماټیک کړی او د فساد لمن یې دومره کوچنۍ کړې چې د څلور او یا پنځو کسانو په واک یې کړی او د ځان لپاره یې انحصار کړی دی.»
ددې غونډې ګډنوال وايي، حکومت د امنیت په ټینګښت کې نا کام دی.
دغه راز، تر دې د مه د حکومت او جمعیت استازو لس ځلې خبرې اترې کړې دي خو کومې پایلې ته نه دي رسیدلې.