د ولسمشر له خوا د بلخ ولایت لیرې کړل شوی والي عطا محمد نور له ۱۲ ورځو وروسته، نن د بلخ ولایت په مقام کې خپل کاري دفتر ته حاضر شو او هلته یې غونډه ترسره کړه.
ښاغلی نور په دغې ناسته کې، همدارنګه ګواښ وکړ کهچېرې ولسمشر له جمعیت اسلامي سره د بلخ ولایت له مقام څخه د هغه د پاتې کېدو او لیرې کېدو په اړه پایلې ته ونه رسېږي، هغه به د ملي یووالي حکومت تر پایه د بلخ د والي په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
هغه وايي چې هېڅوک نهشي کولای هغه د بلخ له ولایت څخه لیرې کړي خو دا چې د جمعیت اسلامي سره په تفاهم کې وي.
ښاغلي نور په دې اړه وویل:«زه تراوسه هم د والي په توګه خپل کار ته دوام ورکوم او هېڅوک موږ د دغه ولایت له مقام څخه لیرې کولای نهشي. دا توطیه هېڅکله نه شم منلای. والي یم او والي پاتې کېږم. خو له جمعیت سره په تفاهم کې چې دا څرګنده ده.»
له دې ټولو سره، ښاغلی نور وايي چې خپل مسوولیتونو یې خپل مرستیال ته سپارلي دي. هغه د دغه دلیل د بلخ په چارو کې د ځنډ مخنیوی بللی دی.
ښاغلي نور یو ځل بیا وايي چې د بلخ له ولایته د هغه لیرې کول یوه توطیه ده، او هغه کړۍ چې هغه یې نوم وا نه خیست،وايي د هېواد په شمال کې د داعش او طالب ډالې د ځای پر ځای کولو په هڅه کې دي.
ولسمشر غني، کابو ۱۲ ورځې وړاندې د بلخ ولایت له مقام څخه د عطا محمد نور له وړاندیزې استعفا له منظورۍ وروسته د هغه په ځای مهندس داوود یې د دغه ولایت د نوي والي په توګه معرفي کړ. خو ښاغلی نور دا پرېکړه ونه منله او د بلخ ولایت پر څوکۍ د پاتې کېدو ټینګار یې وکړ.