Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات سږکال د هېواد د خپلواکۍ ورځ په بې‎مخینې توګه لمانځي

د هېواد په لوېدیځ کې د هرات ولایت اوسېدونکي وايي چې د هېواد د خپلواکۍ ورځ سږکال په بې‎مخینې توګه لمانځي.

هغوی د هرات ښار د هېواد د درې رنګه بیرغ په ځوړندولو سره ښایسته کړی او ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ د زمري ۲۸ مه ورځ په دغه ولایت کې ولمانځي.

د دغه ولایت ځینې اوسېدونکي وايي چې هغوی په دغه ستر جشن کې له حضور سره غواړي وښيي چې د افغانستان له اوسني نظام څخه ملاتړ کوي او د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو لپاره د امنیتي ځواکونو تر څنګ به ودرېږي.

په هرات کې د زمري د ۲۸ مې د جشن د کمېسیون غړی سیدخلیل قتالي په دې اړه وویل:«د هرات اوسېدونکي غواړي چې د تېرو کلونو په پرتله له ډېر شان او شوکت سره دغه ورځ ولمانځي او پیغامونه یې د افغانستان ملت او نړیوالو ته ورسوي چې د هرات خلک یو موټي او یو دي او د هرات ښار د یووالي ښار دی. او د هېواد د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره دغه جشن به د تېرو کلونو په پرتله له ډېر شان سره ولمانځو.»

همدارنګه د هرات د مدني ټولنې فعال فیصل صدیقي هم په اړه څرګنده وي:«دا ورځ یوه ملي ورځ ده او یوه ملي انګېزه لري او زموږ د نیکونو د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره چې زمو د هېواد لپاره یې څه هڅې او سرښندنې کړې دي باید دغه ورځ ولمانځو او د راتلونکي نسل لپاره په یادګارۍ پرېږدو.»

اخوا د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له دغې ورځې لمانځنه او د زمري د ۲۸ په جشن کې حضور، ترهګرو ډلو او بهرنیو دښمنانو ته به روښانه پیغام وي.

د هرات اوسېدونکی حامد نوریان وايي:«د دغه جشن په ترسره کولو سره موږ غواړو ووایو چې موږ د هېواد له نظام او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوو او نه پرېږدو چې زموږ هېواد د داعش او طالبانو په لاس کې وي.»

د هرات بله اوسېدونکې فرزانه نوري هم وايي:«موږ له خپلو امنیتي ځواکونو څخه چې د امنیت د تأمین او د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو لپاره هڅې کوي ملاتړ کوو.»

د دغه غونډې جوړونکی کمېسیون وايي چې د هېواد د نظام او امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یې د یوه ۱۰ زره مټري بیرغ پر مخ یو مېلیون لاسلیکونه راغونډ کړي او ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ د حکومت د لوړپوړو چارواکو له حضور سره مخ‎کتنه وشي.

شریک یي کړئ