Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې غونډه؛ ملګري ملتونو سازمان دې د افغان کارګرو ډوبېدل وڅېړي

د هرات ځينې اوسېدونکو نن دوشنبې (د غوايي په ۲۹مه) په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ مخې ته راټول شوي دي او د ایراني پوځیانو له لوري سیند ته د افغان کارګرانو د غورځولو په پېښه کې د ملګرو ملتونو سازمان د مداخلې غوښتنه کوي.
                 
 د هرات اوسېدونکې حلیمه پژواک  په دې اړه وايي:«افغان کډوال په څه مصیبت اخته شوي او ثابته شوه چې ایران دا کار کړی دی او تولو چوپتیا غوره کړې ده، ولې ملت ته وضاحت نه ورکوي تر کله به افغان ملت قرباني ورکوي؟»
           
د هرات اوسېدونکې وکیل احمد نېکزاد هم وویل:«کلونه کلونه دي چې ایران کډوال په بېلابېلو ډولو وژني او حتا سیند ته یې اچوي. په دې وروستیو کې واقعاً یو ستر جنایت یې کړی دی او موږ له ملګروملتونو سازمان څخه غواړو چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.»  

بل خوا په ایران او له ایران نه بهر د پوهنتون ۲۵۰ استادانو، سیاسي فعالانو، د مدني ټولنې غړو او د بشري حقونو فعالانو سیند ته د افغان کارګرانو د غورځولو پېښه غندلې ده او د دې پېښې د څرګندېدو غوښتنه یې کړې ده.
   
 د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه څرګندوي:«د افغانستان سرحدي کمیسارانو له ایراني لوري سره سندونه او شواهد شریک کړي خو له بده مرغه د ایراني لوري ته د منلو وړ نه دي.»

بل خوا د هرات ځينې اوسېدونکي او د مدني ټولنې فعالان د ایراني پوله ساتونکو له لوري سیند ته د افغان کارګرانو د اچولو د پېښې د روښانه کولو لپاره د حکومت د حقیقت موندونکي پلاوي پر کړنو سخته نېوکه کوي.

د هرات اوسېدونکی فهیم الکوزی وايي:«له کابله استول شوی پلاوی هرات ته رسېدلی او دلته یې هم مطلوبې لیدنې لرلې دي چې مطلوبې پایلې ته نه دي رسېدلي.»

د مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات هم زیاتوي:«خلک د دغې پېښې د ډېرې روښانتیا غوښتونکي دي. هغه پلاوی چې ګومارل شوی، هرات ته راغلی؛ د دغه پلاوي کار خلکو ته په سمه روښانه نه دی.»

د افغان حکومت د شمېرو له مخې شپږڅلوېښت تنه افغان کارګران د ایران او افغانستان پر ګډه پوله د ذولفقار په تنګي کې سیند ته اچول شوي دي چې په پایله دولس تنه له اوبو را اېستل شوي دي خو اولس تنه نور لاهم تري تم دي.
 
د افغان حکومت د شمېرو له مخې شپږڅلوېښت تنه افغان کارګران د ایران او افغانستان پر ګډه پوله د ذولفقار په تنګي کې سیند ته اچول شوي دي.

شریک یي کړئ