Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند، فاریاب او بادغیس کې ۱۵۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي

په هلمند، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې ولایتي شوراګانې وايي چې په دغو ولایتونو کې، د دوو اوونیو څخه د کمې مودې په لړ کې ۱۵۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

له دې ډلې د هلمند ولایتي شورا وايي چې دغه ولایت کې یوازې په تېرو څلورو ورځو کې ۴۹ دولتي ځواکونه وژل شوي او ۶۳ نور ټپيان دي.

له دې سره جوخت د بادغیس د ولایتي شورا یو غړی له دوو اوونیو څخه په کمې موده کې ۵۷ تنه امنیتي ځواکونه په دغه ولایت کې وژل شوي دي.   

طالبانو لا خپله پسرلنۍ جګړه نه ده اعلان کړې، خو د هوا په ګرمېدو سره د هېواد یو شمېر سیمې هم د جګړې په تودو لمبو کې سوځي.

هلمند د جګړې یو له ګرمو ډګرونو څخه دی. د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د نوي کال له پیل سره سم په دې ولایت کې نږدې ۵۰ سرتېرو قرباني ورکړې او له شپېتو زیات یې په سنګین، نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې ټپیان شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا غړی عطاالله افغان په دې اړه څرګنده کړه:«موږ په بېلابېلو برخو کې کابو ۴۹ تنه شهید لرو او ۹۳ تنه نور ټپيان دي.»

د هلمند ځايي چارواکي هم د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله نه ردوي، خو شمېر یې د ولایتي شورا د شمېر په پرتله لږ ښيي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل:«په تېرو دوو اوونیو کې په ټولیزه توګه د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ۴۱ تنه وه.»

یوازې هلمند نه، بلکې فاریاب هم په دې ورځو کې د جګړې په ګرم ټګر بدل شوی. د ولسي جرګې په شپاړسمې دورې د فاریاب استازی محمد هاشم اورتاق د ټول ولایت امنیتي وضعیت په ځانګړي توګه د قیصار ولسوالۍ حالات د اندېښنې وړ بولي.

ښاغلي اورتاق زیاته کړه:«په فاریاب کې نه یوازې ولسوالۍ بلکې تر یوه حده مرکز هم په کلابندۍ کې دی او اصلي زیان خلکو ته رسېږي.»

د نوي کال له پیل وړاندې هم د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ کې سختې نښتې روانې وې او لا هم دوام لري. سیمه کې سرچینې وايي، دا چې دا ولسوالۍ د بادغیس ولایت د تګ راتګ مسیر دی، له نورو ولایتونو هم ورته طالب وسله‌وال د جګړې لپاره راغلي دي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزامحمد یارمند په ډاګه کوي:«سیاسي سیالان خپل زور د یو بل په وړاندې استفاده کوي، دغه سیالان باید خپلې توانمنۍ په ګډه د دښمن په وړاندې استفاده کړي.»

په داسې حال کې چې د هېواد یو شمېر سیمې له سخت امنیتي وضعیت سره مخ دي او جګړه روانه ده، خو د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو چارواکي ان د خبرو لپاره هم نه حاضرېږي.

د هلمند ولایتي شورا وايي چې دغه ولایت کې یوازې په تېرو څلورو ورځو کې ۴۹ دولتي ځواکونه وژل شوي او ۶۳ نور ټپيان دي.

شریک یي کړئ