Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ډیلي کې د افغانستان په اړه د هند، چین او روسیې د غونډې پای

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د کابل د بهیر د غونډې ترکیب ستر بولي او زیاتوي چې د افغانستان د سیاسي ستونزې د حل لارې او همدارنګه د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د خبرې اترو مېز ته د ځينو هېوادونو حضور ته اړتیا ده.

که څه هم ښاغلی لاوروف له طالبانو سره د مسکو اړیکې مني خو ټینګار کوي چې داسې څه سند نه شته چې څرګنده کړي روسیه له طالبانو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کابل بهیر دویمه غونډه د راتلونکي زیږدیز کال په فبرورۍ میاشت او په کابل کې به ترسره شي.

د کابل بهیر د سولې او له ترهګرۍ سره د ټولیزې مبارزې په اړه لومړنی بهیر دی چې د کابل په کوربتوب په لاره اچول کېږي.

خو مسکو چې د ۲۵ ګډون کوونکو هېوادونو څخه به یو وي د کابل د بهیر په اړه داسې وايي.

لاوروف څرګنده کړه:« زما په اند اوسني وضعیت ته په پام سره د کابل بهیر ډېر لوی دی، دغه راز ناسته د هېواد د بیارغونې لپاره اغېزمنه کېدای شي، خو د سیاسي کړکېچ د حل لارې د موندلو او وضعیت د بدلون لپاره لږو هېوادونو ته اړتیا ده، زموږ په نظر دا هېوادونه شپږ جمع یو او یا د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه کېدای شي، ځکه نه یوازې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان چې د افغانستان ګاونډیان دي د منځنۍ آسیا نور هېوادونه هم د افغانستان له ناسم وضعیته اغیزمن دي او موږ غوښتل د مسکو بهیر په نوم داسې بهیر ترسره کړو چې امریکا هغه رد کړ چې زه یې په لامل نه پوهېږم.»

په دې لړ کې د بهرنیو چارو وزارت د کابل ناستې لپاره د چمتووالي خبره کوي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه داسې وايي:

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وویل:«روسیه هم د کابل پروسې په غونډه کې غړې ده او روسیه د افغانستان لپاره یو ښه ملګری دی، یو ستر نړیوال هېواد دی او خپله اغېزه لري او له نېکه مرغه د هند، چین، او د روسیې د فډراټيف جمهوري د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پای وینا د افغانستان د غوښتونو په ګټه وې.»

له بلخوا د افغانستان د ژغورنې عالي شورا په یوه غونډه کې حکومت د سولې په ټینګښت کې د تګلارې په نه لرلو تورنوي.

د افغانستان د ژغورنې لارې عالي شورا مشر سید اکبر اغا څرګنده کړه:«په څرګنده باید ووایو چې حکومت هېڅکله سوله نه غواړي، ټرمپ د جګړې پيغام استوي، هغه تګلاره چې له جګړې او بمبارۍ څخه خبرې کوي، د سولې شورا د سولې غږونه کوي، لومړنۍ سوله دا ده چې د جګړې پيغام له منځه یوړلی شي هغی وايي چې زموږ د تېښتې لپاره د جګړې پیغام ورکوي او وروسته بیا پر موږ څوک اعتماد کوي.»

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه زیاته کړه:«له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه د دې ښودنه کوي چې حکومت د سولې د راوستو لپاره اراده لري. خو له بده مرغه طالبان د سولې لپاره اراده نه لري او دا یوه بنسټیزه ده.»

د کابل بهیر په ناسته کې به ۲۵ هېوادونه او درې نړیوال سازمانونه ګډون وکړي دا غونډه به د سلواغې په دوولسمه نېټه جوړه شي.

شریک یي کړئ