Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروسته له درې کالو له وسله‌والو د دهنۀ غوري ولسوالۍ پاکېدل

دفاع وزارت د وسله‌والو طالبانو له شتونه د بغلان ولایت د دهنۀ غوري ولسوالۍ له بشپړه پاکوالي خبر ورکوي

یاد وزارت (پنج شنبې د لړم په ۲مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پای ته ورسېدل او پر دې ولسوالۍ د افغان ځواکونو پوره ولکه ټینګه شوه.

د خبرپاڼې له مخې یاده ولسوالۍ کابو درې کاله د وسله والو طالبانو په لاس کې وه.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پایله کې یې د تېرې شپې راهیسې، د دهنه غوري پر ټولو سیمو کنټرول وموند.

خبرپاڼې همداراز ویلي چې په پوځي عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو یاډې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دفاع وزارت پرون ویلي وو چې د بغلان ځینو نورو سیمو کې یې هم چاڼیز عملیات کړي.

شریک یي کړئ