ولسمشر اشرف غني او د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د پنجشنبې پر ماښام په یوې ټلېفوني اړیکه کې د افغانستان د سولې او همدارنګه له طالبانو سره د کابل د اوربند په اړه خبرې اترې وکړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو خبرو اترو کې، د ډونلډټرمپ مرستیال د لنډمهاله اوربند په اړه د افغان حکومت او ولسمشر اشرف غني اقدام وستایه.
ښاغلي پېنس وویل د امریکا حکومت د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
هغه همدارنګه د اصلاحاتو په برخه کې له پرمختګونو هم ستاینه وکړه او یوځل بیا یې د افغانستان د ټاکنو له بهیره یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
افغان ولسمشر او د امریکې مرستیال ولسمشر د ترهګرۍ په وړاندې پر ګډې مبارزې تینګار وکړ.
په دغو خبرو اترو کې، ولسمشر غني له افغانستان سره د امریکا له همکاریو ستاینه وکړه او وې ویل د افغانستان خلک هغه ټکي او پړاو ته رسېدلي چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید مهمې پرېکړې ولري.
ښاغلي پېنس وویل امریکا د افغان حکومت له پرېکړو ملاتړ کوي.