د سویلي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالۍ سرپرسته، الیس وېلز تېره ورځ( سېشنبې د وري۱۴مه) پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې ویلي چې پاکستان کولی شي د خبرو اترو له لارې افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره ونډه ولري.
اسلامآباد کې د امریکا سفارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په دې سفر کې سفیرې ویلر د سویلي آسیا تګلارې او د پاکستان پر پوله د ترهګرو له منځه وړو په موخه د دې هېواد پر ژمنو او همداراز د دواړو هېوادونو په ګټه د اقتصادي اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.»
د تاشکند له ناستې وروسته، مېرمن یلز اشاره وکړه:«د افغانستان سولې ته د رسېدو په موخه یوه نړیواله هوکړه چې پاکستان په کې رغنده ونډه لري د امریکا متحده ایالاتونو په همکاري، او افغانستان کې د سولهييزې حل لار د ودې په حال کې ده.»
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، مېرمن وېلز پاکستاني چارواکو نه غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې وځپي.