د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د یکشنبې په ورځ دغه هېواد ته ولاړ شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي دي چې محمد حنیف اتمر او مل پلاوی یې د یکشنبې په ورځ، د پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ د دغه هېواد له یو پوځي پلاوي سره به لیده کاته وکړي.
په خپرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان پلاوی د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه او د افغانستان، پاکستان او سیمې د امنیتي ستونزو په اړه د خبرو اترو لپاره دغه هېواد ته ځي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې زیاتې شوې دي. په وري میاشت کې د افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر له سفر وروسته، پاکستاني پوځيانو یوځل بیا د افغانستان پر ځينو برخو توغندويي بریدونه وکړ.
ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، په کابل کې د لیدو پر مهال، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د عملي کولو لپاره پر اوو موردونو هوکړه کړې وه.