Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنیزې شمېرې؛ کندهار او کابل د نوم‎لیکنې جدول په سر کې دي

هغه شمېرې چې رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د پیل لومړنۍ اوونۍ کې طلوع نیوز ته رسېدلي دي، د دې ښودنه کوي چې کندهار کې هره ورځ په منځنۍ کچه زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې.

خو غزني او میدان وردګ هغه ولایتونه دي چې د هرې ورځې په حساب کمو خلکو په کې ټاکنو ته د رایې ورکونې لپاره نوم‎لیکنه کړي ده.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، له امنیتي ستونزو سره سره، د خلکو نه پوهاوی او پر ټاکنو د خلکو بې باوري هغه لاملونه دي چې له کبله یې لږو کسانو ټاکنو کې د رایې ورکونې لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې له پيله یوولس ورځې تېرېږي، خو لکه څنګه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې تمه لرله دا بهیر هغه شان پرمخ نه دی تللی، بلکې لا هم په ځینو ولایتونو کې لږ کسان د نوم لیکنې لپاره ورځي.

خو کندهار له هغو ولایتونو څخه دی چې په لومړۍ اوونۍ کې هره ورځ د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې کچه په کې د نورو ولایتونو په پرتله لوړه وه. چې د ورځې ۱۴۴ تنو نوم‎لیکنه کړې ده.

له کندهار وروسته په هرات، بامیان، بلخ، پکتیکا، نیمروز، هلمند او کابل کې د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې ګراف لوړ ښودل شوی دی.

هغه ولایتونه چې د نوم لیکنې ورځنی ګراف په کې له ۳۰ سلنې ټیټ وه، په سر کې یې د بدخشان، کندوز، غور، وردګ او غزني نومونه راځي.

په یوه ورځ کې په منځۍ کچه د خلکو نوملیکنه

کندهار۱۴۴ تنو، هرات ۳۸ تنو، بامیان ۳۵ تنو، بلخ ۳۵ تنو، پکتیکا ۳۴ تنو، نیمروز ۳۳ تنو، هلمند ۳۲ تنو، کابل ۳۰ تنو، جوزجان ۲۹ تنو، ننگرهار ۲۸ تنو، زابل ۲۶ تنو، پروان ۲۴ تنو، لوگر ۲۳ تنو، سمنگان ۲۲ تنو، تخار ۲۲ تنو، لغمان ۱۸ تنو، خوست ۱۸ تنو، کنر ۱۶ تنو، دایکندی ۱۵ تنو، فراه ۱۵ تنو، سرپل ۱۴ تنو، پکتیا ۱۳ تنو، فاریاب ۱۲ تنو، بادغیس ۱۲ تنو، پنجشیر ۱۰ تنو، بغلان ۱۰ تنو، ارزگان ۹ تنو، نورستان ۷ تنو، بدخشان ۵ تنو، کندوز ۵ تنو، غور ۴ تنو، میدان وردګ ۳ تنواو غزني  کې ۳ تنو نو‎م‎لیکنه کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي په دې اړه وايي:«موږ له ټولو دولتي چارواکو څخه غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي او د نوم‎لیکنې په بهیر کې د خلکو د هڅونې لپاره خپله ونډه واخلي.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د رایه ورکونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو ونډه لږه بولي او وايي ناامني او د عامه پوهاوي نشتوالی په دغه بهیر کې د خلکو د نه ګډون بنسټیز لاملونه دي.

د فیفا د څارنې او ارزونې مسوول شمس راسخ په دې اړه څرګنده کړه:«هم امنیتي ستونزه او هم اسټیکر یا همغه نښان چې په تذکرې لګول کېږي په ځانګړې توګه په ولایتونو کې د خلکو د لږ ګډون لاملشوی دی.»

خو د کورنیو چارو وزارت د رایه ورکونکو د نوم‎لیکنې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت په اړه ډاډ ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش زیاته کړه:«موږ د ټولو امنیتي بنسټنو له همکارۍ سره په هڅه کې یوو چې د خلکو او د نوم‎لیکنې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره پر نویو پروګرامونو کار وکړو.»

د لومړي اوونۍ شمېرې ښيي که‎چېرې د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر په همدې ډول دوام پیدا کړي د دغه بهیر تر پایه د کلیو او ولسوالیو څخه پرته یونیم مېلیون هېوادوال به نوم‎لیکنه وکړي، په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تمه لري چې په دغه بهیر کې له ۱۰ تر ۱۵ مېلیونو هېوادوال نوم‎لیکنه وکړي.

کندهار او کابل د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې جدول په سر کې، خو غزني او میدان وردګ هغه ولایتونه دي چې د هرې ورځې په حساب کمو خلکو په کې ټاکنو ته د رایې ورکونې لپاره نوم‎لیکنه کړي ده.

شریک یي کړئ